له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن د پنجشنبې په ورځ په بیان کښې خبر ورکړ چې دا وزارت د عراق په شمالي ښار المخمور باندې د ترکي برید چې په پایله کې یې تلفات او مالي زیانونه اوښتي په سختي سره محکوم کوي.
د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د عراق د بهرنیو چارو وزیر په بغداد کې د ترکیې سفیر احضار کړ او هغه ته یې د اعتراضونو خبر ورکړ.
د ترکیې یوه بې پیلوټه الوتکه د چهارشنبه په ماښام د عراقي فضایي حدودو په سرغړونې سره د عراقي خاورې ته ننوتلې وه.
د ترکي جنګی الوتکو د عراق د فضایي حدود سرغړونې وروسته په شمالي ښار میخمور (د اربیل سویل لویدیز) باندې بمباري وکړه او چې په نتیجه کښې یوه ښځینه او دوه ملکي وګړي ووژل شول.