IQNA

ایران په پنځو ثانیو کښې د کرونا وایرس د پیژندنې نوې آله جوړه کړه

21:27 - April 16, 2020
د خبر لمبر: 3483038
تهران (ایکنا) - د (مستعان ۱۱۰) په نامه دغه آله د ایران د بسیجي محققانو او پوهانو له خوا ډیزاین شوی او په ټوله نړۍ کښې هیڅ ساری نه لري.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان په شتون سره له کرونا وایرس سره د مقابلې په لړ کښې د یوې نوې لاسته راوړنې بریا وشوه چې کولې شي یوازې په پنځو سیکنډو کښې ککړې سیمې معلومې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې جنرال حسین سلامي نن د بسیجي پوهانو له خوا د کورونا وایرس د پیژندنې په لړ کښې د نوې آلې د مخ کتنې په ترڅ کښې وویل: دا لاسته راوړنه یوه نوې او ځانګړې علمي او ټیکنالوجیکي ښکارنده ده چې په ایران کښې د کرونا وایرس له خپریدو وروسته مخلصو او پوهو بسیجیانو له خوا جوړه شوه.
دا آله د مقناطیسي میدان له رامینځته کولو یعنې له دوه قطبي وایرسه په استفادې سره یوازې په پنځو ثانیو کښې کولې شي چې ککړه سیمه کشف کړي او تر ۱۰۰ میټري ساحه پورې په شیانو باندې یا په موجودو کسانو کښې د کرونا وایرس هر ډول شتون وپیژني او اعلان یې کړي.
د (مستعان ۱۱۰) په نامه دغه آله د ایران د بسیجي محققانو او پوهانو له خوا ډیزاین شوی او په ټوله نړۍ کښې هیڅ ساری نه لري.
تهران پښتو راډیو
captcha