د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، د کابل په شمال کې د پروان ولایت په بګرام کې د امریکائي پوځيانو د مرکز په خدماتي کارکونکو باندې بیګانۍ حمله طالبانو سره هیڅ ارتباط نه لري .
خو د پروان د والي ویندوي وحیده شهکار وئيلي دي ، دغه حمله چې په بګرام کې د امریکائي پوځيانو په څو میټرۍ کې شوي ، یوه طالب کړې ده .
په دغې حملې کې په امریکائي پوځي مرکز کې کارکونکي شپږ افغانان وژل شوي او درې نور هم ټپیان شوي دي .
دکابل په شمال کې بګرام په افغانستان کې د امریکا دترهه ګرو پوځیانو تر ټولو ستر او بشپړ سنبال پوځي مرکز دی چې پکې په سلګونو امریکائي ترهه ګر پوځیان دیره دي .
د افغانستان خلکو سیاستوالانو او زیاتره حکومتي چارولاکو په کرتو په دغه هیواد کې د امریکا په قوماندانۍ د بهرنیو عسکرو په شتون نیوکې کړي او دا ئې د افغانستان دبدبختۍ او بې ثباتۍ لامل بللي او له افغانستانه ئې د دوي دزرترزره دوتلو غوښتنې کړي دي .
تهران پښتو راډیو