IQNA

دکوویډ-۱۹ناروغۍمعلومونکي ایراني سمارټ کیټس دنړۍڅيړنیزو مرکزونو ته وړیا ورکول کیږي

23:14 - April 18, 2020
د خبر لمبر: 3483048
دا کیټس د ناروغانو د زیات شمیر ته په پام سره له ډاکټرانو سره د دغې ناروغۍ په دقت سره او زر تشخیص کولو کې مرسته وکړي .
د  تهران دصنعت شریف پوهنتون  دارتباطاتو  او اطلاعاتو دټيکنالوجۍ   دڅيړنیز مرکز مشر حمید رضا ربیعي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د کرونا ویروس معلومونکي ایراني نوي جوړ شوی سسټم یا سمارټ کیټونه به د درستې دنیا  څيړنیزو او درملیزو مرکزونو ته وړیا ورکړل شي .
د تهران د صنعتی شریف  پوهنتون  څيړاندو  په همداوروستیو کې په ایران کې د لومړي ځل  لپاره  د  انسان دسینې  یا ټټر د سي ټي سکین   د عکسونو له لارې د مصنوعي هوش  له الګوریتم څخه  په استفادې سره  دکوویډـ۱۹ ناروغۍ د معلومولو  دسسټم په پلانونې او جوړونې بریالي شوي دي .
  حمید رضا ربیعي  د کرونا ویروس د  تشخیص  لپاره له مصنوعي هوشه  د استفادې په زمینې کې  دامریکا په سټنفورډ پوهنتون او دچین  ډيرو فعالیتونو ته په اشارې سره  وئیلي دي، هغه سسټم چې ایرانیو ماهرانو  پلان کړی،د انسان د ټټر یا سینې په ډيرې ژورتیا کې  دعکسونو په اخستو  یا ایکسرې  کې په ماډرنونې سره  له یوې د قیقې هم په کم وخت کې اوه نوي فی صدي لوړ حساسیّت سره د درملنې په موخې  او دقت سره  ښې  نتیجې وړاندې کولی شي .
 د تهران د صنعتي شریف د پوهنتون څيړنیز مرکز  مشر  له ایرانیو محصولاتو څخه د استفادې لپاره د کینیډا ، رومانیا او انډونیشیا  غوښتنو ته په اشارې سره  ووئیل ،  له دغو طبي سسټمونو څخه استفاده  هغو قانوني ، حقوقي اواخلاقي  تمهیداتو ترسره کیدا ته اړتیا لري ، چې  دغه اقدامات  دترسره کیدا په حال کې دي او ډير زر به  دغو هیوادونو ته دغه محصول ولیږدول شي .  حمید رضا ربیعي  په عین حال کې ټينګار کړی دی ،  دغه سسټم او سمارټ کیټس  په وړتیا توګه  د نړۍ  درملیزو مرکزونو او ډاکټرانو ته ورکول کیږي  څو د ناروغانو دزیات شمیر ته په پام سره  له ډاکټرانو سره ددغې ناروغۍ  په دقت سره او زر تشخیص  کولو کې  مرسته وکړي .  
captcha