IQNA

د افغانستان په تازه نښتو کښې ۴۵ کسانو سرونه بایلل

23:51 - April 21, 2020
د خبر لمبر: 3483060
تهران (ایکنا) - افغانستان کښې په وروستیو نښتو او چاودنه کښې ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور زخمي شوې دي.
د افغانستان په سویل ختیځ کښې د ملي اردو د قومندانۍ ویاند ایمل مومند پرون وویل چې شپږ تنه ملکي وګړي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کښې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کښې مړه شوې دي.
د افغانستان په شمال کښې دجوزجان د والي مطبوعاتي دفتر هم پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د طالبانو یو مشر د دغه ولایت په خماب ولسوالۍ کښې د افغان پوځیانو په عملیاتو کښې د دغې ډلې د دیارلسو نورو وسله والو سره یوځاې وژل شوی او هم داشان دیارلس طالبان هم زخمي شوې دي.
د دغو عملیاتو په نتیجه کښې خماب ولسوالي د طالب ډلې له شتونه بیخي پاکه شوه.
په هرات ولایت کښې هم امنیتي سرچینو ویلي چې پنځلس طالب وسله وال د دغه ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کښې د افغان پوځیانو د هوايي بریدونه له امله وژل شوي او لس تنه یې ژوبل شوې دي.
په عین حال کښې د فاریاب د پولیسو قومندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کښې د افغان پوځیانو او طالب وسله والو ترمینځ د نښتې له امله اووه طالبان مړه او پنځه نور ژوبل شوې دي.
په دغه نښته کښې هم داشان دوه افغان عسکر هم مړه شوي او شپږ نور زخمي شوې دي.
تهران راډیو
captcha