IQNA

ننګرهار کې له ګرځبندیز سرغړونه؛ چارواکو ښار ته تلونکي موټر نیولي

0:14 - April 22, 2020
د خبر لمبر: 3483061
تهران (ایکنا) - د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې له لګول شوي ګرځ‌بندیز څخه د سرغړونې په تور لسګونه موټرونه ونیول شول.
د جلال آباد د والي وياند وايي دغه موټرونه پرون دوشنبه له ۱۰ بجو د پولیسو د اقداماتو په لړ کې نیول شوي دي.
په جلال‌اباد کې له تېرې اوونۍ ګرځ‌بندیز او قرنطین نافذ شوی دی، خو د ننګرهار چارواکي وايي له تېرې یکشنبې پرېکړه شوې چې په جلال‌اباد ښار کې د سهار له شپږو څخه تر اتو بجو او د مازیګر له څلورو تر شپږو بجو یوازې د دولتي مأمورینو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د والي وياند وايي خبریالان، امبولانسونه او نظامي موټرونه په ټوله کې له دغه امر څخه مستثنی دي.
په بل خبر کې د والي ویاند د ملي امنیت له‌خوا د داعش ډلې د دوو پاکستاني غړو د نیول کېدو خبر هم ورکړ چې د ده په وینا په کونړ کې یې فعالیتونه کول او په ننګرهار کې نیول شوي دي.
هندوکش 
captcha