IQNA

کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۱۱۱۰ روغتیاپالان په کرونا اخته شوي

0:23 - April 22, 2020
د خبر لمبر: 3483062
تهران (ایکنا) - افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۱۱۰ روغتیايي کارکوونکي پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له امله یې یو بل ډاکټر هم مړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار (دوشنبه اپرېل ۲۰) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ۱۱۰ ډاکټرانو له ډلې ۹۰ تنه یې نارینه او ۲۰ یې ښځینه دي.
هغه زیاته کړه، چې پرون د کورونا وېروس له امله یو بل افغان ډاکټر هم ومړ او په دې سره د کوویډ-۱۹ له امله د افغان مړو شویو ډاکټرانو شمېر څلورو ته لوړ شو.
دی وايي، ډېری پېښې په هرات کې دي چې هلته ۵۱ ډاکټران، کابل کې ۲۳، بلخ ۶، کونړ ۵، غزني او ننګرهار درې-درې او نیمروز کې دوه ډاکټران د کورونا په وېروس اخته شوي دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس شپږ زره ۶۱۲ مشکوکې نمونې اخېستل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ نوې پېښې شوي وې او دې سره د مثبتو پېښو شمېر یو زر او ۲۶ ته لوړ شو.
د هغه د وینا له مخې د کورونا وېروس له امله تر اوسه ۳۶ تنه مړه شوي او ۱۳۵ تنه ترې رغېدلي دي.
مایار وویل چې څلورم ډاکټر چې د جوزجان ولایت د حوزوي روغتون محمد داوود پویا دی چې پرون د کورونا وېروس له امله ومړ.
هغه وویل، په کابل کې د شینوزاده د خصوصي روغتون رییس هم د کورونا وېروس ښکار شو او دې روغتون خپل فعالیت وځنډاوه، پخوا تردې په پلازمېنه کابل کې د ډاکټر یوسف اریوبي چې په (صحت طفل) روغتون کې دنده ترسره کوله هم مړ شو.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت په کابل کې (د اپریل ۸) د امیري په نوم خصوصي روغتون هله وتاړه چې په وینا يې، د دغه وزارت مقررات او شرطونه یې نه وو پوره کړي او د دوی په ټکو ‘پخپل سر’ یې د کورونا وېروس د شکمنو معاینې کولې او وروسته د لنډې مودې لپاره وتړل شو. د دغه روغتون د تړل کېدو یو بل لامل هلته د یوه کارکوونکي ډاکټر حنیف الله مړه کېدل هم ښودل شوي چې د دوشنبې په ورځ (۶د اپریل) د کورونا وېروس له امله ومړ .
captcha