IQNA

افغانستان ځان ته له کرونائي بحران سره مقابله نشي کولی

23:59 - April 25, 2020
د خبر لمبر: 3483077
تهران (ایکنا) - د افغانستان د روغتیائي چارو دو زارت د وروستیو احصایو په اساس،په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو زر درې سوه دیرشو کسانو ته رسیدلی چې له دغو کسانو یو سل اته اتیا تنه ښه شوي

د افغانستان ولسمشر  پخپل هیواد کې دنړیوال بانک د دفتر له مشر سره د په ویډیوئي کنفرانس کې  له کرونا ویروس سره دمبارزې په خاطر  ددغه بانک  دمالي ژمنتیاؤ په باب خبرې وکړې .

 د افغانستان د ارګ په  اعلامیې کې وئيل شوي دي،اشرف غني  له هنری کرالي سره په دغه ویډیو ئي کنفرانس کې وئيلي دي ، دکابل حکومت  له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ځينو شتمنو هیوادونو او همداراز دنړیوال بانک  ملګرتیاؤ ته  ډيره اړتیا لري .

 د افغانستان ولسمشر وئيلري دي ،د خوراکي شیانو خوندیتوب ،پر اقتصاد ئې د  منفي اغیزو مخنیوی،دسیمه ایزو ملګرتیاؤ په تیره بیا افغانستان ته د خوراکي  موادو اوتجارتي شیانو دمنتقلولود بهیرپه خاطر د پولو دپرانیستوله لارې د پاکستان، هندوستان او دمینځنۍ آسیا دهیوادونود ملګرتیاؤ ساتل، له کرونا ویروس سره دمقابلې  تر ټولو مهم ملی پروګرامونه دي .

 نړیوال بانک په افغانستان کې له کرونا ویروس خوریداسره د مبارزې لپاره د سل میلیون ډالري مرستو ژمنه کړې ده . 

 د  افغانستان د روغتیائي چارو دو زارت د  وروستیو احصایو په اساس،په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  یو زر درې سوه دیرشو کسانو ته رسیدلی  چې له دغو کسانو یو سل اته اتیا تنه ښه شوي او درو څلویښتو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

تهران پښتو راډیو 

captcha