IQNA

د دهلي له جومات څخه د اذان خپریدو بندیز رد شو

21:11 - April 26, 2020
د خبر لمبر: 3483082
تهران (ایکنا) - د دهلي پولیسو خبر ورکړ چې د دهلي له جومات څخه د اذان په خپریدو د بندیز خبر دروغ دی.

له الت نیوز څخه په نقل، په دې وروستو کښې د هند په ټولنیزه رسنیو کښې له یو شمیر مسلمانانو سره د پولیسو د خبرو ویډیو لاس به لاس کېږی.
په دغه ویډیو کښې، پولیس وایي نور به د اذان خپریدو اجازت ورنکړو او دا حکم د دهلی د والي دی. په دهلي نوکښې میشته لیکواله او خبریاله صبا نقوي، دغه ویدیو خپره کړې او پوښتنه یې کړې: آیا اوس په دهلي کښې د رمضان المبارک په میاشته کښې اذان مجاز نه دی؟
د دهلي ولایت د وزیراعلی مرستیال مانیش سیسودیا، په ټویټ کښې په یو بیانیه کښې خبر ورکړ چې د اذان لپاره هیڅ محدودیت شتون نه لري، هغه زیاته کړه: په داسې حالاتو کښې چې د کورونا له امله ګرځبندیز وي، د خلکو ټولیدل د لمونځ لپاره په جومات کښې د خلکو را ټولیدل یا په هر مذهبي ځای کښې په بشپړ ډول منع دي.
3894153

captcha