IQNA

د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو لپاره د برېکس ډلې غوښتنه

2:53 - April 30, 2020
د خبر لمبر: 3483097
تهران(ایکنا) - په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو او له دغو مرګونو وائرسو سره د سختې مقابلې د ضرورت باوجود د واشنګټن د سياستونو د مخالفو يا سيالو هېوادونو په خلاف د امريکې د يواړخيزو بنديزونو دوام د دغو بنديزونو د ختمولو لپاره د نړيوالو غوښتنو د زياتوالي سبب شوے دے.
په دې لړ کښې د برېکس ډلې چې روسيه ، چين، برازيل، هند او جنوبي افريقه پکښې شامل دي خارجه  وزيرانو وړمه ورځ د اپرېل په اتويشتمه نېټه په يو ويډيوئي غونډه کښې د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو په ضرورت باندې په تاکيد سره هغه د کورونا له همه ګيرې بيمارۍ سره د مقابلې لپاره يو خنډ وبلۀ. روسيه په روان ۲۰۲۰ کال کښې د برېکس ډلې دوره اي مشري په غاړه لري.
د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف وويل، په دغه غونډه کښې د برېکس ډلې ټولو غړيو د دغو بنديزونو د لغو کولو د ضرورت په اړه د نظر اتفاق لرۀ. د لاوروف د وېنا له مخط د برېکس خارجه وزيرانو موافقت وکړ چې يو اړخيزه بائيکاټونه او بنديزونه د کورونا له همه ګيرې بيمارۍ سره د مبارزې خنډ کيږي او ټولو لورو د نظر اتفاق لرۀ چې دغه تدابير غېر قانوني او د ملګرو ملتو د منشور او د امنيت د شورا د فېصلو خلاف ورزي ده.
امريکه د خپل بهرني سياست د اهدافو په لړ کښې د هېوادونو په خلاف د مختلفو بنديزونو لګولو ترټولو زياته مخينه لري. دغه بنديزونه د امريکې له سياستونو او اقداماتو سره د مخالفت په بهانه يا د امريکې په خلاف تر بنديز لاندې هېوادونود ګواښ به ادعا سره لګيږي.واشنګټن حتی په اوسني حساس وخت کښې هم په ډېرې سختۍ سره خپلې بائيکاټي تګلارې ته دوام ورکوي.امريکه په نړۍ کښې ترټولو زيات بنديزونه لګونکے هېواد ګڼل کيږي او له ايران نه علاوه يې د روسيې، وېنزوېلا، کيوبا، سوريې او شمالي کوريا په خلاف هم يو اړخيز بنديزونه لګولي دي.
که څه هم د امريکې بنديزونه په مختلفو سياسي، تجارتي، امنيتي او حتی د بشري حقوقو په بهانو سره د نورو هېوادونو په تېره بيا د امريکې په سيالو يا دښمنوهېوادونو باندې لګيږي، خو له ظاهري دلائلو نه په تېرېدو د واشنګټن د دغې پالېسۍ يو اصلي دليل د خپلو ګټو تعقيبول دي.
د کورونا د همه ګيرې بيمارۍ باوجود د امريکې د بنديزونو دوام او سختوالے د واشنګټن په دغې پالېسۍ باندې د اعتراضونو د زياتېدو سبب شوے دے.
همدا اوس په نړيواله سطح او حتی د امريکې په دننه کښې د نورو هېوادونو په خلاف د امريکې د ظالمانه، غېرانساني او يو اړخيزو بنديزونو ختمولو ته د ټرمپ د حکومت د مجبورولو لپاره هلې ځلې شروع شوې دي. په دې لړ کښې د برېکس ډلې غړي هېوادونه باوري دي چې هېوادونه پکار  دے د امريکې د بائيکاټي اقداماتو په مقابل کښې يو واحد دريځ غوره کړي.+
د دغو غوښتنو باوجود د ټرمپ حکومت په خاصه توګه د کورونا وائرسو د خپرېدو په دې دوران کښې د ايران په خلاف دباونه په ډېره اندازه زيات کړي دي.د ايران په خلاف د امريکې د بائيکاټي او سياسي دباونو دوام د دې سبب شوےدے چې د ايران په طبي او معالجاتي نظام باندې له زيات نه زيات دباو تر عنوان لاندې يوه مسئله بڼه اونيسي. په حقيقت کښې د ايران په خلاف لخ زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې د فلج کونکو بنديزونو په لګولو کښې د ټرمپ د حکومت سياست په ايران کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو شدت زيات کړے دے.
له دې سره سره چې د ايران په خلاف د امريکې په بائيکاټي نظام کښې په ظاهره د بشر دوستانه سامونونو صادرول معاف شوي دي خو د بائيکاټي مسائلو کارپېژاندي تاکيد کوي چې حقيقت زيات پېچلے دےاو د امريکې د لوړرتبه چارواکو د بيا بيا ادعاګانو باوجود هغوي په عمل کښې د ايران په خلاف حتی د کورونا د خپرېدو په دې دوران کښې د دباونو زياتېدل غواړي چې په خپل اند تهران د ټرمپ د حکومت زياتی غوښتونکو مطالبو قبلولو ته مجبور کړي.
د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د دوام مخربو اثراتو ته په پام سره داسې ښکاري  چې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له اجازې نه بغېر د دغو بنديزونو د لګولو په وجه له امريکې سره د هېوادونو يو ګډ چلند ته ضرورت لري چې د واشنګټن چارواکي مجبوراً په دې زمينه کښې بيا نظر کتنه وکړي.
captcha