IQNA

د جرمني اقدام له ترهګرۍ د لویدیځ ملاتړ دی

22:40 - May 01, 2020
د خبر لمبر: 3483099
تهران (ایکنا) - زمونږ خبریال وايي د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا ویاند عباسعلي کد خدایي د لبنان د مسلمانانو خلکو پرضد د جرمني د محدودیتونو لګول له حکومتي ترهګرۍ څخه په دفاع کښې د لویدیځو حکومتونو د کړچار د دوام نښه وبلله .

هغه نن وویل د لویدیځو حکومتونو د دغه کړچار پراساس بشري حقوق داسې بې معنا ټکی دی چې کله نه کله د بې دفاع خلکو پرضد په اوزاري کتنې سره کارول کیږی .

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د ترهګر بللو په ترڅ کښې په خپل هیواد کښې د حزب الله په فعالیتونو بندیز ولګاوه .

دغه راز د سوریې خارجه وزارت هم د لبنان د حزب الله په ترهګر بللو کښې د جرمني د حکومت اقدام وغاند .

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني دغه اقدام د حزب الله غورځنګ لپاره د ویاړ میډال او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره په مقابلې کښې د حزب الله په رول ښکار اعتراف وباله .

دیمن د ملي ژغورنې حکومت هم د ترهګرو ډلو په فهرست  کښې د حزب الله د نوم شاملول وغندل .

دیمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر ضیف الله الشامي وویل د جرمني دغه ظالمانه فیصله د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د دیکتو په لړ کښې ده چې د مقاومت په غورځنګونو ګوزارونه کوي .

پښتو راډیو تهران

captcha