IQNA

یمن د ډیر بد انساني کړکیچ په درشل کښې

0:35 - May 03, 2020
د خبر لمبر: 3483106
تهران (ایکنا) - د یمن خلاف جنګ میلیونونه انسانان بې کوره کړي او ښځې او ماشومان یې له ناروغیو او د سختې لوږې او قحطۍ له کړکیچ سره مخامخ کړې دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي تیره جمعه په خپل ټویټر اکاونټ کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې په یمن کښې د سعودیانو جنایت او د کوویډ-۱۹ وایرس خپریدل د ډیر بد انساني کړکیچ په درشل د دغه هیواد د اودریدو سبب شوې دي، یادونه وکړه: د انګلستان حکومت عربستان ته د وسلو له صادراتو څخه د ګټې په ترلاسه کولو سره خپل لاسونه د یمن د بیګناه خلکو په وینو سره کړې دي.

موسوي زیاته کړه چې انګلستان باید د تاریخ په سم لوري روان شي.

که څه هم د بریطانیا وزیراعظم بورس جانسن او حکومت يې هڅه کوي چې ځان د یمن د جنګ د بندیدو یو ملاتړې وښايي خو لکه څنګه چې د آکسفام "Oxfam نړیوال سازمان رپورټ ښودنه کوي، انګلستان له ۲۰۱۵ کال نه تراوسه پورې په عربستان باندې د ۶.۴ میلیارډ پونډو د وسلو د خرڅولو مجوز صادر کړی دی او د سعودي ځواکونو په روزنه کښې یې جدي رول لرلی دی. یو مهم ټکی چې د آکسفام په رپورټ کښې ورسته اشاره شوې، دا دی چې له عربستان سره د انګلستان د وسلو معاملې (د وسلو د تجارت له نړیوالې معاهدې) وروسته چې له ۲۰۱۴ میلادي کاله اجرا شوې ده، زیاتې شوې دي.

د وسلو د تجارت معاهده یو څواړخیز تړون دی چې د متعارفو وسلو نړیوال تجارت تنظیموي څو له نړیوالې او سیمه ایزې صلحې، د انسان د کړاؤنو له کمولو او په هیوادونو کښې دننه او ترمینځ یې د ملګرتیا، شفافیت او مسئولانه اقداماتو له دودولو سره مرسته وکړي.

د وسلو د تجارت د مخالف انګلستاني کمپین جګ پوړې غړی انډرو اسمیت د آکسفام د رپورټ په غبرګون کښې وايي: هیڅ شک نشته چې د انګلستان جوړې وسلو په یمن کښې خرابونکې رول لرلې وي. د انګلستان جنګي الوتکې د یمن دپاسه الوت کوي او هم د دغه هیواد جوړ بمونه او توغندي د یمن په خلکو غورځوي.

عربستان او اماراتو له ۲۰۱۵ کال څخه د امریکې په مرستې سره د څو عربو هیوادونو د ائتلاف په چوکاټ کښې د ترټولو بې وزله عرب هیواد په توګه د یمن خلاف پراخ بریدونه پیل کړل څو د دغه هیواد د استعفا کړي او تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ورستنولو په پلمه خپلو سیاسي زیاته غوښتنو او اهدافو ته د عمل جامه واغوندي.

خو هغه څه چې نن سبا یې په یمن کښې وینو، دوه د غور وړ بهیرونه دي.

وړومبې دا چې په یمن کښې د انساني غمیزو سره سره د وسلو تجارت دوام لري.

او دویم بهیر، د دغه چلند له دوامه رامینځته شوي بشري ضد جنایتونه دي.

د یمن خلاف د عربستان جنګ د دغه بې وزله هیواد د ښوونځیو، روغتونونو او بیخ بیناؤ د ورانیدو سبب شوی دی. دغه جنګ د لویدیځ په ورکړو وسلو سره تراوسه زرګونه یمنیان وژلي او کابو یو میلیون یې کډه په سر کړې دي. د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې، په یمن کښې قحطي په نړۍ کښې په ترټولو سترې انساني غمیزې بدله شوې ده.

د لازیاتو وسلو په پلورلو سره به د دې جنګ پاې ممکنه نه وي. او انګلستان ته د ایران د خارجه وزارت د ویاندوي ټویټ په دې لړ کښې روښانه معنا او مفهوم لري.

captcha