IQNA

په کابل کښې د کرونایي محدودیتونو تمدید

19:54 - May 03, 2020
د خبر لمبر: 3483110
تهران (ایکنا) - په افغانستان کښې په کرونا ویروس د ککړو شمیر کښې زیاتوالي له کبله د دغه هیواد په پلازمینه کابل کښې کرونایي محدودیتونه تمدید شول.

د شنبې په ورځ د افغانستان حکومت خبر ورکړ، د کورونا ویروس د مخنیوي له وجهې، په کابل کښې د تګ راتګ بندیز اعلان شوی.
په پلازمینه کښې د رمضان المبارک تر پایې پورې دا بندیز تمدید شوی دی.
دا دریم ځل دی چې په کابل ښار کښې د تګ راتګ محدودیتونه تمدیدیږي.
د افغانستان د کورنۍ چارو وزارت هم اعلان کړی و چې په کابل کښې به د تګ راتګ محدودیتونه سخت کړي.
د راپور پراساس، په افغانستان کښې د کورونایي قربانیانو شمیر تر دوه اویا او د ککړو شمیر تر دوه زره او پنځه سوه رسیدلی دی.

تهران پښتو راډیو

captcha