IQNA

د افغانستان په جنوب کښې د هلمند په ولایت د طالبانو برید

17:04 - May 04, 2020
د خبر لمبر: 3483112
تهران(ایکنا) - په هلمند کې د افغان قواوو پر یو مرکز د وسله والو طالبانو په ځانمرګي موټر بم حمله کې د پوځ ۳ سرتير وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن دوشنبه مې۴(غويي۱۵)امریکا غږ اشنا ته وويل چې ممکن په پېښه کې د رامنځته شویو تلفاتو شمېر لوړ شي.
ده زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ګډو افغان ځواکونو د مرکز په نظام قرول کې چاودنه ور کړې چې تلفات يې رامنځ ته کړي.
ځواک زیاته کړه:"د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز د شپې ناوخته یوولس بجې ځانمرګی موټر بم شوی زموږ لومړني معلومات دادي چې درې تنه نظامیان پکښې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي خو د تلفاتو شمېر ممکن تغیر وکړي، برید ګر د دغه نظامي مرکز په دخولي دروازه کې چاودنه کړې."
بلي خواته د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکا غږ اشنا ته وويل چې ځانمرګی موټر بم برید د یوې بار وړونکې لارې په وسیله شوی.
ده زیاته کړه چې دغه برید په سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت اړوند د پارتیزاني ګروپونو پر ګډ مرکز شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې:"په سیمه کې د افغان قواوو دغه ګډ مرکز د هلمند – هرات د لويې لارې د امنیت ساتلو مسئولیت په غاړه لري."
خو د هلمند یوه امنیتي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
سرچیني زیاته کړه چې د ګډو افغان ځواکونو دې مرکز ته هم زیان رسیدلی دی.
بلي خواته وسله والو طالبانو د یاد ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي يوه بیان کې يې د ګڼو افغان ځواکونو د وژل کيدو ادعا کړې.
ګرشک ولسوالي د ولایتي مرکز لښګرګاه په شمال ۱۲۰ کيلو مترۍ کې د کندهار – هرات پر لویه لار پرته پراخ نفوسه او اقتصادي ولسوالي ده چې د شمالي هلمند د شپږو ولسوالیو مرکز او دغه راز تر لښګرګاه ښار وروسته د هلمند دوهمه مهمه سیمه بلل کیږي.
د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي برخه کې درې اونۍ وړاندي هم د پوليسو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی و پوليسو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې وه.

3896349

captcha