هغه د عراق د امنیتي ځواکونو لخوا د داعش ډلې د عناصرو په تعقیبولو ټینګار سره وویل د هیواد په بابل ولایت او یوشمیر سیمو کښې د داعش تکفیري ترهګرې ډلې وروستې حملې یوازې د بغداد او د کربلا د ګواښلو لپاره هڅه وه چې وکولای شي رسندوي بریالیتوب لاس ته راوړي .
الخفاجي د داعش د پاتې شونو د کمزوري شوي روحیې پیاوړي کول او د ګډوډۍ رامینځته کول د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د دغه ډلې د غړیو په هدفونو کښې وبلل .
د داعش ترهګرې ډلې له ماتي سره سره اوس هم د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د دغه دلې یوشمیر غړي شته او په تیت پرک ډول ترهګر بریدونه کوي .
د عراق رسنیو خبرداری ورکړی دی امریکا په عراق کښې له خپلو ځینو اډو څخه په شاتګ کولو سره د داعش پاتې شونو ته اجازه ورکړي ده چې خپلې حملې له سره پیل کړي .
امریکا دغه راز د داعش او د نورو ترهګرو ډلو ګڼ شمیر غړي اوس له سوریې څخه عراق ته انتقال کړي دي چې هلته بریدونه له سره پیل کړي او د بغداد په حکومت دباو راولي چې د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کیږدوي .
تهران پښتو راډیو