IQNA

په پاکستان کښې د قرآن کریم آنلاین سیالی

17:46 - May 07, 2020
د خبر لمبر: 3483124
تهران (ایکنا) - د پاکستان په پېښور ښار کښې د ایران په کلتوري ادارې کښې د رمضان المبارک په مناسبت د قرآن کریم آنلاین سیالی ترسره کېږي.

له پېښور څخه، په پیښور کښې د ایران په کلتوری ادارې کښې دا مقابلې د ښځو او سړو ځانګړې سیالی دی چې د رمضان په ۱۸ او ۱۹ به د خیبر پښتونخوا ولایت په مرکزي ښار پيښور کښې ترسره کېږي.
دا سیالی به په آنلاین ډول په قرائت، حفظ او قرآن کریم ترتیل برخو کښې د خیبر پښتونخوا ولایت په کچه ترسره کېږي.
په پېښور کښې د ایران کلتورې ادارې د بیلابیلو مناسبتونو او ورځو کښې یو شیمر قرآني پروګرامونه او سیالی ترسره کوي او د پاکستان د منهاج القران موسسې په ملاتړ سره یې د قرآن کریم د زدکړې ۱۰ ورځنې پروګرامونه ترسره کوي.

3897193

captcha