د الکوثر ټیلي ویژن چینل له ویبپاڼې څخه په نقل، د پاکستان په بلوچستان ولایت کښې د قرآن کریم نورالولایة مرکز، د قرآن کریم د تلاوت او د اذان سیالۍ په انټرنټ کښې ترسره کوي.
دا سیالۍ به په دوه برخو کښې د تلاوت په تقلیدي(له نړیوال قاریانو ) برخه کښې د ۱۳ کلیزه محصلانو ترمینځه ترسره کېږي.
همداشان د حسن تلاوت په برخه کښې د تلاوت احکام او تجوید رعایت کولو سره د ۱۴ کالنو هلکانو چې د احزاب سورت له ۴۵ تر ۴۷، د کهف سورت له ۱۰۷ تر ۱۱۵ او د اسراء سورت له ۹ تر ۱۲ آیتونو کښې ترسره کېږي.
له دې سره د اذان سیالۍ هم د مشرانو لپاره ترسره کېږي.
3898222