IQNA

د کویت په قرنطینه مرکزونو کښې د قرآن ویش

22:27 - May 12, 2020
د خبر لمبر: 3483139
تهران (ایکنا) - د کویت نبوي سنت او قرآن خپرولو او چاپ ادارې د کورونا د وبا په تعقیب کښې د السلام خیریه انجمن په مرسته د دغه هیواد په قرنطینه مرکزونو کښې د قرآن کریم نسخې وېش کړې دي.

له الانباء ورځپاڼې څخه په نقل، د کویت نبوي سنت او قرآن خپرولو او چاپ ادارې د کورونا د وبا په تعقیب کښې د السلام خیریه انجمن په مرسته د رمضان المبارک په ورځو کښې د دغه هیواد په قرنطینه مرکزونو کښې د قرآن کریم نسخې وېش کړې دي.
د قرآن کریم دا نسخې د کویت نبوي سنت او قرآن خپرولو او چاپ ادارې لخوا چاپ شوې دي.
د دې ادارې کارمندانو او چارواکو له خدای تعالی غوښتنه وکړه چې د دوي او د کویټ امیر او خلکو د کورونا له ناروغې څخه ساتنه وکړي.
3898356

captcha