IQNA

په سوئد کښې د ۲۰۲۰ رمضان قرآني سیالۍ

23:44 - May 13, 2020
د خبر لمبر: 3483145
تهران (ایکنا) - د سوئد پلازمینې د استکهلم امام علي علیه السلام اسلامي مرکز، د ۲۰۲۰ رمضان په میاشته کښې د قرآني سیالو ترسره کولو اقدام کړی.

دې مزکز خبر ورکړ: د ۲۰۲۰ رمضان قرآني سیالۍ د رمضان له اوومې پيل شوې او د دې میاشتې تر پای دوام لري.
دا سیالۍ درې پوښتونو ته شامل دي او هره پوښتنه درې یا څلور اختیارونه لري او د هرې شپې بریالي کسانو چې ځوابونه یې صحیح ورکړې وې د قرعې له لارې مشخص کېږي او د استکهلم امام علي علیه السلام اسلامي مزکز په ټلیګرام کښې یې خبر ورکړې کېږي.
دا سیالۍ هر ورځ په ځايي وخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو پیل کېږي او ګډون کونکې د راروانې ورځې تر ۴:۰۰ بجو وخت لري چې په دغه سیالو کښې ګډون وکړي او د ټیلیګرام له لارې په دغه مقابلو کښې د قرعې له لارې جایزې ترلاسه کړي.
د دې سیالو جایزه یو کتاب او د مذهبي څیزونو(تسبیح، عطر، جانماز ...) یوبکس دی او له سوئد څخه بهرني مخاطبان هم کولی شي په دغه سیالو کښې ګډون وکړي، خو جایزه یواځي په دغه هیواد کښې دننه ایډرس باندې لیږلې کېږي.
3898263

captcha