IQNA

امریکایان په عراق اوسوریې کې پاتې کیدونکي ندي او وبه ویستل شي

23:37 - May 18, 2020
د خبر لمبر: 3483162
تهران(ایکنا) - حضرت ایت ا... خامنه ای له استکبار، ظلم او کفر جبهې سره په مقابله کې د هیواد هیله منونکیو حقیقتونو ته په اشارې سره ځوانان او محصلین د مطالبه کونې او ایډیال غوښتنې حقیقی بیرغ پورته ساتنې ته وبلل
حضرت ایت ا... خامنه ای په دغه غونډه کې د نړۍ په ډیرو هیوادونو او حتی پخپله د امریکا دننه د دغه هیواد د بیرغ سوزول له دغه رژیم د ملتونو د کرکې د یوې بیلګې په توګه یاد کړه او زیاته یې کړه پر ملتونو سربیره حتی د امریکا د ځینو ملګرو حکومتونو مشران هم چی کله د زړه خبره کوي د امریکا له حکومت او چارواکو یې کرکه لري او په هغو بې باوره او بې پامه دي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العطمی سید علی خامنه ای له محصلانو ډلو او انجمنونو سره په ویډیویی غونډه کې په افغانستان ، سوریې او عراق په شمول  په هیوادونو کې جنګ غوښتنې د امریکا د کرکجن والی دلیلونه وبلل او جوته یې کړه امریکایان په ډاګه وایی په سوریې کې یې ځواکونه پلي کړل ځکه چی هلته تیل موجود دي البته هغو نه په عراق او نه په سوریه کې پاتې کیدونکي ندي او په پریکنده توګه باید له هلته ووځي او بې شکه وبه ویستل شي .
د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې د پاڼۍ له راپور سره سم حضرت ایت ا... خامنه ای په دغه غونډه کې د نړۍ په ډیرو هیوادونو او حتی پخپله د امریکا دننه د دغه هیواد د بیرغ سوزول  له دغه رژیم د ملتونو د کرکې د یوې بیلګې په توګه یاد کړه او زیاته یې کړه پر ملتونو سربیره حتی د امریکا د ځینو ملګرو حکومتونو مشران هم چی کله د زړه خبره کوي  د امریکا له حکومت او چارواکو یې کرکه لري او په هغو بې باوره او بې پامه دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له امریکا د اوسنی کرکې یوه برخه ددغه رژیم له بی منطق ، چټیاتو ویونکی ، زیاتو خبرو کونکی او کمو معلوماتو لرونکی  ولسمشر اوخارجه وزیر په شمول د هغه د اوسنیو مسولانو د کړچار له امله وبلله او جوته یې کړه البته له امریکا د نفرت علت یوازې دا مسله نده بلکې د وژلې ، جنایت ، بی عدالتی ، ترهه ګرو پالنې ، بدنامو او ظالمو  حکومتونو سره مرستې ، د صیهونیسټ رژیم له زیاتیدونکی ظلم بی خرته ملاتړ ، او په وروستیو کې د کرونا په مسله کې شرمونکی مدیریت په شمول  د امریکا اوږدمهاله کړچار ته ستنیږي .
د رهبرۍ ستر مقام په دغه غونډه کی همداراز اوسنی ملی اقتدار او زورویونکیو په وړاندې د هیواد پیاوړی او جوت مقاومت ته اشاره وکړه او په ډاګه  یې کړه البته دغه ټکی ته پام وشی چی دښمن د ملت د سپکاوی اود ملی ځان باورد داغی کولو لپاره له هڅې ندې مایوسه شوې  خو د غلیم له هلو ځلو سره سره خدای تعالی د هغه اپوټه تقدیر کړی دې .
حضرت ایت ا... خامنه ای له استکبار، ظلم او کفر جبهې سره په مقابله کې د هیواد هیله منونکیو حقیقتونو ته په اشارې سره ځوانان او محصلین د مطالبه کونې او ایډیال غوښتنې حقیقی بیرغ پورته ساتنې ته وبلل او له بد وینې سره د مطالبه کونې د جلا کولو ، د خبرو بهیر جوړونې ضرورت ، د ملګرو پیدا کونې له لارې د انقلاب د جبهې د پراختیا لپاره هڅه ، د سلیقو اختلاف ته اصالت نه ورکول ، د انقلاب په اساس کې له شک اچونکیو سره د پولې ساتل ، په علمی پرمختګ ټینګار ، په ځوانانو د دښمن د پانګونې په وړاندې ځیرتیا  او همداراز د ځوان او انقلابی دولت د سم مفهوم بیانولو په شان موضوګانو په اړه لس مهمې سپارښتنې بیان کړې .
captcha