په دې پروګرام کښې د قرآن کریم د آیتونو مفاهیم او د سورتونو تلاوت خپریږي.
دا پروګرام چې د اماراتي ښاریزو د لومړی او دویمې دورې له استقبال سره مخامخ شوې و، په دریمه دوره کښې اوریدونکوو ته د هر آیت ګټې او لسګوني قرائتونه وړاندې کوي.
د شارجه په قرآن راډیو کښې دیني پرګرامونه وړاندې کونکې عبدالسلام النعیمي څرګنده کړه: د شارجه قرآن راډیو قرآني بیلابیلو علمونو او موضوعاتو پروګرامونه وړاندې کوي او ګټور هدف په لنډو پروګرامونو کښې وړاندې کوي او د هر پروګرام له څلورو منټو زیات نه دی.
هغه زیاته کړه: دا پروګرام د اوریدونکو په سلیقه جوړ شوې او د دیني لارښودنې، وعظ، نصیحت او تلاوت وړاندې کولو لپاره خپریږي.
3899833