IQNA

د بین الافغاني خبرو لپاره سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

17:33 - May 19, 2020
د خبر لمبر: 3483166
تهران(ایکنا) - له بلې خوا ‌افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون یو وار بیا وویل چې بریا په جګړې نه‌ ترلاسه کېږي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم په داسې حال کې چې د  افغان ولسمشر او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک سره د افغان سولې لپاره پراخې هیله مندۍ رامنځته شوې او د سېمې ډیر هیوادونه د بین الاافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي، خو افغان حکومت بیا وایي، چې، دا خبرې او د سولې پروسه هغه وخت بریالۍ کیږي چې د سېمې او نړۍ هیوادونه صادقانه همکاري وکړي.

له بلې خوا ‌افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون یو وار بیا وویل چې بریا په جګړې نه‌ ترلاسه کېږي.

ښاغلي غني چې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې خبرې کولې وویل، د سولې د کومې هڅې لپاره به پر امنیتي ځواکونو معامله ونه‌شي.

captcha