له ایکنا سره په مرکه کښې د مسکو د اسلامي انسټیټیوټ مرستیال حجت الاسلام اکتای محمد اف وویل: دا پروګرام له دوه میاشتو مخکې او د شعبان په لومړیو کښې پيل شو چې د خلکو له استقبال سره مخامخ شو.
هغه په دې بیان سره چې د دعاګانو په روسیي ژبه کښې ژباړه د دې انسټیټیوټ د فعالیت یوه برخه ده، زیاته کړه: د دې برخې په دوام کښې، په روسیي ژبه کښې پروګرامونه وړاندې کېږي چې په کښې د قرآن او اهلبیت علیهم السلام ګردي میز هم دی.
محمد اف په دې اړه وویل: دا ګردي میز د مسکو د اسلامي انسټیټیوټ قرآني استاد د میراخانف لخوا د ۳۰ دقیقو لپاره وړاندې کېږي. له دې پروګرام سره د عقایدو درس هم په روسیي ژبه کښې له دوه میاشتو مخکې پيل شوی و.
3901468