د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د محدودیتونو کمې په دې معنی نهدی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نهکړي.
ښاغلی حیدري زیاتوي: "محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي."
د کابل والي په داسې حال کې د محدودیتونو د کمېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۱،۸۰۰ ته رسېدلې دي.