IQNA

د مسجد النبي صلی الله علیه و آله پرانیستلو سره د عربستان موافقه

16:48 - May 30, 2020
د خبر لمبر: 3483192
تهران (ایکنا) - د عربستان حکومت د مسجد النبي صلی الله علیه و آله له سبا نه د بیا پرانیسلو سره موافقه وکړه.

له دانشجو خبري آژانس څخه په نقل، د حرمین شریفین(مسجد الحرام او مسجد النبي صلی الله علیه و اله) د چارو ادارې په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د اتبار له ورځې به په تدریجي ډول مسجد النبي بیا پرانیستلی شي.
د عربستان حکومتي ټلویزون هم خبر ورکړ چې دا هوډ د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز له هوکړې وروستو نیولی شوی دی.
مسجد النبي او مسجد الحرام له دوه میاشتو څخه په عربستان کښې د کورونا د ویروس د مخنیوي لامله بند شوې و.
د سعودي عرب د روغتیا د وزارت لخوا د نوې خپور شوې شمیر پر اساس په دغه هیواد کښې د کورونا د ککړو شمیر تر ۷۶ زره کسانو ته رسیدلی دی.
د عربستان د روغتیا د وزارت ویندویي محمد العبد العالي د وروستۍ ګل په ورځ ویلې و چې تراوسه په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو شمیر تر ۷۶۷۲۶ رسیدلی او له دغه ناروغی تر اوسه ۴۱۱ کسان مړه او ۴۸۴۵۰ کسان هم روغ شوې دي.
3901831

captcha