IQNA

د کویت د ځینو جوماتو بیا پرانستل

0:44 - June 02, 2020
د خبر لمبر: 3483207
تهران (ایکنا) - د کویت چارواکو، د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې غواړې په هیواد کښې ځینې جوماتونه د لمونځ کونکو لپاره خلاص کړي.

د کویټ د عدلیې وزارت په وینا ، 906 جوماتونو ته د بیا پرانستلو اجازه ورکړل شوې په دې شرط چې د دې جوماتونو له کتابتون او وضو ځایونو څخه استفاده نه کوي او دیني غونډې به هم نه ترسره کوي.
د کویت د روغتیا وزارت په دې وروستو کښې په دغه هیواد کښې د کورونا د ناروغانو شمیر خپور کړی و چې د دغه شمیر له مخې په دغه هیواد کښې په دغه ویروس د ککړو کسانو شمیر تر ۲۷ زرو کسانو رسیدلی او ۲۱۲ کسان تر اوسه مړه شوې دي.
3902513

captcha