IQNA

سعودي ۹۰ زره جوماتونه بیرته پرانیستل

23:33 - June 02, 2020
د خبر لمبر: 3483208
تهران (ایکنا) - په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي پر لارښوونو به ټینګ عمل کوي.
د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل.
د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د ‘SMS’ له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې د ساتنې، د ماسک د جبري اغوستو او په لاس او غېږو د روغبړ نه‌کولو په ګډون د نویو لارښوونو خبر ورکړی دی.
د نویو ګامونو له مخې د جوماتونو دروازې له لمانځه ۱۵ دقیقې مخکې پرانیستل کېږي او د لمانځه له خلاصېدو ۱۰ دقیقې وروسته بندېږي.
د مکې مکرمې جوماتونه لاهم د وګړو پر مخ بند دي، خو په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات چې له مکې او مدینې وروسته د مسلمانانو درېم سپېڅلی مکان ګڼل کېږي هم پرانیستل شوی دی.
captcha