IQNA

حضرت آیت الله خامنه اي: امام خمیني (ره) او د دوي چاروالو، زبرځواکونه ماته کړل

13:37 - June 03, 2020
د خبر لمبر: 3483215
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې بیان سره چې امام خمیني (ره) او د دوي چاروالو، زبرځواکونه ماته کړل ، ټینګار وکړ: امام خمیني ثابته کړه چې زبر ځواکونه ماته خوړوونکي او کمزورې دي.

حضرت ایت الله خامنه اي نن د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد بنسټ ګر حضرت امام خمیني د رحلت د دوه دیرشمې کلیزې په مناسبت په ټیلي ویژني وینا کې، نړیوالو قدرتونو او زبر ځواکونو ته په نظر کې بدلون، د امام خمیني له اقداماتو وباله او جوته یې کړه: په هغه وخت کې هیچا فکر نه کاوه چې د امریکا د ارادې په خلاف کوم کار وکړی شي خو امام خمیني (ره) داسې یو کار وکړ چې پهخپله د امریکا ولسمشرانو هم وویل چې دوي مونږ سپک کړو.

د اسلامي انقلاب مشر، په دې بیان سره چې امام خمیني په حقیقي معنا سره د ایران په ولس کې بدلون راوسته، ټینګار وکړ: دوي  د ایران په خلکو کې د حقارت احساس، په ځان باندې د باور او عزت په احساس بدل کړ.

ایت الله خامنه ای جوته کړه: دایران خلکو له غورځنګه مخکې له خپلو اساسي مسایلو سره سروکار نه درلود او په خپلو شخصي مسایلو لګیا وو، خو د مطالبې میدان ته ورتګ هغه هم د لویو او مهمو څیزونو مطالبه، هغه څه وو چې امام خمیني په هغوي کې پېدا کړل او همدا تسلیم شوی او لاس په نامه ولس یې په یو مطالبه کوونکي ولس بدل کړ.

 د اسلامي انقلاب مشر په دې په تاکید سره چې امام خمیني،  یو بدلون غواړی او بدلون راوستونکی انسان و، زیاته کړه:  که د خلکو یوې ډلې د هغه وخت له حکومته یوه مطالبه لرله، هغه یوازې د یوې کوڅې د پخولو تر حده وه، خو امام خمیني د خلکو مطالبه، خپلواکۍ ، آزادۍ او د نه  ختیځ او نه لویدیځ تر مطالبو ورسوله.

خبر دوام لري ...

captcha