د تونس جوماتونه په داسې حال کښې چې، د لمونځ کونکو لپاره د دغه هیواد د دیني چارو وزارت لخوا په دې شرط سره چې ماسک ولري او خپل جانماز له ځان سره راوړي د جوماتونو دروازې پرانیستلې دي.
دا په داسې حال کښې ده چې د دې جومات د وضو او اودس ځایونه هم هغه شان بند دي او د هر لمونځ کونکې د لمانځه لپاره د اودریدو ځای هم له نښو سره ټاکلې شوی دی تر څو ټولنیزه فاصله رعایت شي.
د تیونس جوماتونه له ۱۳ مارچ څخه د دغه هیواد د لومړي وزیر الیاس الفخفاخ په حکم او د کورونا له خپریدو سره مقابلې په هدف بند شوې و او په دغه هیواد کښې د سهار له ۶ بجو څخه تر نیمې شپې پورې د ګرځبندیز قانون هم عملي شوی دی.
په دغه هیواد کښې په کورونا د ککړو شمیر تر ۱۰۷۸ ښودلې شوی چې له دغه ۹۶۸ کسانو روغتیا ترلاسه کړي او ۴۹ کسان ترې مړه شوې دي.
3903028.