د تل زینیبه د مقام د پراختیا او جووړولو او د عقیله بني هاشم سلام الله علیها د صحن جوړولو پروژه چې د امام حسین علیه السلام د حرم د پراختیا او جوړولو پروژې یوه برخه ده او د زایرانو لپاره د نور زیات خدماتو وړاندې کولو په هدف سره ترسره کېږي مخ په وړاندې ده.
د تل زینبیه مقام د پراختیا او جوړولو پروژه له ۱۳۹۴ شمسي هجري کال څخه پيل شوې او د پروګرام لخوا به دا پروژه په ۱۴۰۰ شمسي هجري کال کښې تر پای رسیږي. دا انګړ د زیارتي شبستانونو، خلاص ځای، کتابتون، میوزیم او ... ته شامل دی، او همداشان تل زینبیه به د یوې غونډۍ په شکل کښې د دغه زیارتي ځای په خوا کښې جوړ شي.
د عقیله بني هاشم انګړ په څلور چتونو او د حرم له غربي او جنوبي ضلع او د باب الرأس له ننوتلو دروازې څخه تر باب القبلة پورې او له خیمه ګاه څخه تر تل زینبیه پورې جوړیږي.
د امام حسین علیه السلام د حرم د اطلاع رسونکې ویبپاڼې انځور ګر احمد القریشي له دغه ځای انځورونه اخیستلې چې دا دې: