IQNA

په پاکستان کښې د عبدالباسط د تلاوت ویډیو

23:54 - June 07, 2020
د خبر لمبر: 3483234
تهران (ایکنا) - د اسلامي نړۍ او د مصر ستر قاري عبدالباسط عبدالصمد، چې د قرآن په تلاوت کښې یې ځانګړۍ غږ لرلو او په بیلابیلو هیوادونو کښې یې له تلاوت څخه خلک برخمن کړي، په پاکستان کښې هم په څو ځل میلمه شوې او تلاوت یې کړې دې.

له مصر د قرآن ستر قاري عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داوود، د قرآن کریم په تلاوت کښې ځانګړۍ توان لرلو. دې قاري په ټولې نړۍ کښې بې شمیره مقلدان او طرفدار لرل. هغه په مصر کښې د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو د اتحادیې لومړۍ مشر و.
د عبدالباسط ښکلې غږ به هر اوریدونکي باندې اثر کولو، هغه په ۱۹۲۷ کال کښط د مصر په ارمنت کښې زیږیدلی و او د ۱۹۸۸ کال د نومبر میاشتې په ۳۰ نیټه په ۶۱ کلنۍ کښې ومړ.
په دې ویډیو کښې د مصر دغه مشهور قاري په پاکستان کښې ۳۳ کال وړاندې په ۱۹۸۷ کښې په ښکلې غږ کښې له سوره واقعه تلاوت وړاندې کوي.


3903376

captcha