IQNA

د عراق د کابينې بشپړتيا، برابرول او د هغې فوري خنډونه

0:00 - June 08, 2020
د خبر لمبر: 3483235
تهران (ایکنا) - د عراق د ۷ وزارتخانو لپاره د مصطفی الکاظمي ۷ وړانديزي وزيران د دغه هېواد له پارلېمانه د اعتماد رائې په اخېستلو کښې کامياب شول او د دغه هېواد نوې کابيه بشپړه شوه.

د مصطفی الکاظمي کابينه دوويشت وزيران لري چې پينځلس وزيران د تېرې مۍ د اومې نېټې په غونډه کښې د اعتماد د رائې په حاصلولو کښې کامياب شول، پينځو وزيرانو د اعتماد رائې ترلاسه نه کړې شوه او د دوو وزارتخانو يعنې د تېلو اوخارجه وزارتخانو لپاره نامزد نه وو معرفي شوي.

د عراق د پارلېمان د وړمې ورځې يعنې د جون د شپږمې په غونډه کښې له 329 استازيو څخه 247 استازيو شتون لرۀ او 82 استازي غېرحاضر وو. دا په داسې حال کښې دي چې د مۍ د اومې نېټې په غونډه کښې 266 استازي حاضر او 63 استازي غېرحاضر وو. په نورو الفاظو سره د تېرې ورځې په غونډه کښې د پارلېمان غېرحاضره غړي د مۍ د اومې نېټې له غونډې نه زيات وو او دا موضوع ښودنه کوي چې له نويو ۷ وزيرانو سره د استازيو د مخالفت اندازه له هغو پينځلسو وزيرانو نه زياته ده چې د مۍ په اومه نېټه يې د اعتماد رائې اخېستې وه.

د کابينې د بشپړتيا په بهير کښې زياتره اختلافات د خارجه وزارت له پوسټ سره اړوند وو چې بالاخره د کردانو نامزد کس فواد حسين دغه پوسټ په اختيار کښې لرلے دے. له فواد حسين سره د مخالفت يو اصلي  وجه دا وه چې هغۀ د عادل عبدالمهدي په کابينه کښې د خزانې د وزارت پوسټ په غاړه لرۀ او په کابينه کښې د هغه پاتې کېدل د سياسي موافقې خلاف ورزي ده چې د هغې په بنياد پکار نه دے د عبدالمهدي د کابيې هيڅ يو وزير په نوې کابينه کښې شتون ولري.

بله موضوع دا ده چې د عراق د نوې کابينې په تشکيل کښې د ونډې غوښتنې وزن او فرقه پاله نظر څرګند دے. ۷ وړانديزي وزيرانو ته د اعتماد په رائې په ورکولو او د کابينې په بشپړېدو سره اوس د الکاظمي په کابينه کښې دولس وزيران شيعه، شپږ  وزيران سنيان، درې وزيران کُردان او يو وزير له مسيحي اقليت څخه دے.

بل ټکے دا چې د مۍ د اومې ڼېټې د غونډې په دوران کښې د جنوبي صوبو په تېره بيا د بصرې صوبې استازيو له دې امله چې په نوې کابينه کښې يې هيڅ ونډه نه لرله سخت اعتراض لرۀ. نو ځکه  مصطفی الکاظمي د کابينې د تکميل په بهير کښې احسان عبدالجبار د تېلو د وزير په توګه مطرح کړ. احسان عبدالجبار چې په بصره کښې زېږېدلے دے له دې مخکښې د بصرې د تېلو د شرکت مشر ؤ، يوه هغه اداره ده چې د عراق په جنوبي تيلي مېدانونو کښې د تېلو د توليد او صادراتو په فعاليتونو د څارنې چارې په غاړه لري. همدارنګ د کلتور ، سياحت او لرغونو آثارو وزير حسن ناظم هم د عراق د جنوب لويديځ د نجف په پوله ايزه صوبه کښې زېږېدلے دے.

په  ۲۰۰۳ کال کښې د امريکې لخوا د عراق د قبضې له وخت نه  دغه هېواد د شپږم وزيراعظم مصطفی الکاظمي نوې کابينه له دوو فوري خنډونو سره مخامخ ده. وړومبے خنډ چې د عراق د نوې کابينې مخې ته ډېره مهمه موضوع ګڼل کيږي  په دريو برخو يعنې سياسي، اقتصادي او فوځي برخو کښې د امريکې له حکومت سره خبرې اترې دي چې ټاکل شوېده د جون له لسمې نېټې څخه شروع شي.د امريکې  حکومت کوشش کوي چې د عراق له نوي حکومت څخه لا زيات امتيازات ترلاسه کړي په داسې حال کښې چې د عراق زياتره خلق او سياسي ډلې له عراقه د امريکائي فوځيانو  د وتلو په ضرورت تاکيد لري. له امريکې سره د خبرو اترو او موافقې څه رنګوالے د الکاظمي له کابينې څخه د لا زيات ملاتړ يا په کابينه باندې د لا زيات دباو سبب کېدې شي.

د مصطفی الکاظمي د کابينې مخې ته يو بل فوري خنډ په عراق کښې د کورونا له خپرېدو سره مقابله ده. د وروستنيو شمېرنو له مخې په عراق کښې له يولس زرو نه زيات کسان په کورنا اخته شوي دي او تقريباً درې سوه شل تنه هم په دغو وائرسو باندې د اخته کېدو له کبله وفات شوي دي.او نوې کابينه پکار دے د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې لپاره يو لړ مهم تدابير غوره کړي.

تهران پښتو راډیو

captcha