د ان بي سي نیوز او د وال اسټریت ژورنال ورستي نظر غوښتنې ښیي چي په امریکا کې له هرو لسو کسانو څخه ۸ کسه په دې باور دي چي د دې هیواد حالات له کنټروله وتي دي او اکثره ګډونوال د کرونا وایروس د خپراوی له بحران څخه هم اندېښمن دي.
د دې نظرغوښتنې اکثره ګډونوال د اقتصادي حالاتو د بیا ښه کېدو او په دې هیواد کې د یوالې د راوستلو لپاره د ټرامپ وړتیاو ته د شک په سترګه کتلي، دا نظر غوښتنه په دې هیواد کې د کرونا وایروس د خپراوی او د پولیسو له خوا د تورپوستی جورج فلوید د وژنې له امله د مظاهرو په وخت کې تر سره شوې ده.
په امریکا کې د میلیونونو کسانو د بې روزګاره کېدو سره سم د ټرامپ اداره ادعا وکړه چي د مې په میاشته کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره کاري فرصتونو په رامینځ ته کولو سره په دې هیواد کې یې د بې روزګارۍ کچه ۱۳ سلنه را کمه کړې ده.
د امریکا ولسمشر هم ادعا کړې چي په دې هیواد کې د توکم پالنې په وړاندې رواني مظاهرې کابو او راکمې شوي دي، دا په داسی حال کې دی چي د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې په زور سره روانې دي.