IQNA

د شېرشاه سوري د جومات د امام پر ترور خلکو غبرګون ښودلی دی

10:21 - June 13, 2020
د خبر لمبر: 3483250
تهران (ایکنا) - تر دې کابولس ورځې وړاندې د وزیراکبرخان د جامع جومات امام مولانا ډاکتر محمدایاز نیازی په ورته ډول په جومات کې ووژل شو.

د افغان رسندویو له راپور سره سم په کابل کې د شېرشاه سوري د جامع جومات د ملاامام مولوي عزیزا... مفلح پر وژل کېدو ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون ښودلی دی.

مولوي مفلح پرون د لمانځه په مهال د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې له ۳ تنو نورو سره ووژل شو.

تر دې  کابولس ورځې وړاندې د وزیراکبرخان د جامع جومات امام مولانا ډاکتر محمدایاز نیازی په ورته ډول په جومات کې ووژل شو.

په افغانستان کې د دیني عالمانو د وژنو او یا په جوماتونو کې حملې له کلونو راهیسې دوام لري خو ځینې کسان وروستۍ دوې حملې د معتدلو دیني عالمانو پر ضد یوه منظمه هڅه ګڼي.

دا بریدونه د افغانانو ترڅنګ نړیوالو هم غندلي دي.

تهران راډیو په دې هکله درستو افغانانو ته تسلیت وړاندی کوي.

تهران راډیو

captcha