د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ سیاسي ادارې مشر محمد الهندي نن د انټرنټ له لارې د (د مسجد الاقصی او قدس لپاره د اسلامي امت د عالمانو مرستې) تر عنوان لاندې په یوې غونډه کښې چې په ټولنیزه چینلو کښې خپره شوه، ټینګار وکړ: په دې سختو ورځو کې، اسلامي امت د اسلام د دین پناه اخیستې ده او مونږ، د امت علمانو، په تاسو پوره باور لرو او هیله لرو چې تاسو به اسلامي امت له دې سخت حالت څخه وباسۍ.
هغه زیاته کړه: په میلیونو کسان چې د قدس د نابودۍ په مخالفت کښې سړکونو ته راوځي، دوي د ستاسو اسلامي امت عالمانو، د هڅو په هیله دي.
هغه د امریکې د پیړۍ د تړون په اړه زیاته کړه: "دا تړون د فلسطین د مسئلې له منځه وړلو لپاره وړاندیز شوې، او د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې مقصد لپاره په فلسطین باندې دا پلان مسلط کړی دی".
هغه په پای کښې له ټولو هغو خلکو سره چې له فلسطین څخه ملاتړ کوي په دوباره ژمنې کولو سره، ټینګار وکړ چې مونږ به خپل جهاد ته د ټول فلسطین د ازادی پورې دوام ورکړو.