IQNA

د پنجاب په پوهنتون کښې د قرآن کریم تدریس لازمي کېږي

13:08 - June 16, 2020
د خبر لمبر: 3483259
تهران (ایکنا) - د پاکستان د پنجاب ولایت خبر ورکړ: د دې ولایت په پوهتون کښې به د قرآن کریم تدریس لازمي شي.

د پاکستان د پنجاب ولایت په پوهتون کښې به د قرآن کریم تدریس لازمي شي. په دې اساس، د دغه ولایت د پوهنتون ټول استادان به د قرآن کریم له ژباړې سره محصلانو ته د قرآن کریم تدریس ورکوي. په هغه بیاینه کښې چې د پنجاب د حکومت لخوا خپره شوې ده راغلې دي چې دا موضوع د اسلامي درسونو پرته داسې یو کار دی چې اوس به په پوهتونونو کښې ترسره کېږي.
د دې بیانیې پر اساس، د قرآن درس ممکنه ده په کال کې د یو کورس سره مساوي وي او نمبرې په یې هم د نورو درسونو په شان محاسبه کېږي. همداشان دا احتمال هم شته چې د غیر مسلمانانو محصلانو لپاره د قرآن په ځای د اخلاقو درس کېښودلی شي.
د پنجاب والي چودري سرور، په مطبوعاتي کنفرانس کښې له غونډې وروستو د بیلابیلو ولایتونو د پوهنتونونو مشرانو ته وویل: د نړۍ او آخرت سعادت د قرآن کریم د صحیح دستوراتو په اجرا کولو کښې دی.
3905064

captcha