IQNA

د افغانستان د ملي امنیت شورا

د ماشومانو د قتل اصلي عامل طالبان دي

9:58 - June 18, 2020
د خبر لمبر: 3483267
تهران (ایکنا) - د ملګري ملتو د نوې راپور وروستو چې افغانستان یې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره لومړی مرګونی هیواد اعلان کړی دی، د افغانستان د ملي امنیت شورا څرګنده کړه چې د ماشومانو د قتل اصلي عامل طالبان دي.

د ملګري ملتو د نوې راپور وروستو چې افغانستان یې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره لومړی مرګونی هیواد اعلان کړی دی، د افغانستان د ملي امنیت شورا څرګنده کړه چې د ماشومانو د قتل اصلي عامل طالبان دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره ورځ د ملګري ملتو د راپور چې افغانستان یې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره لومړی مرګونی هیواد په توګه معرفي کړی، په اړه یوه بیانیه کښې غبرګون وښود.
د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر وکړ چې د د ماشومانو د قتل اصلي عامل طالبان دي.
شورا په دغه بیانیه کښې زیاته کړې چې طالبانو د سړکونو په غاړه ماین چاودنو، ځانمرګي بریدونو او غیر پوځي ځایونو باندې ترهګره بریدو له کبله د ماشومانو د قتل اصلي عامل دی.
په دغه بیانیه کښې راغلي: په دغه راپور کښې اشاره شوې چې طالبانو تاوتریخوالي کم کړۍ نه دی، د تیر کال په نسبت د ماشومانو په مړینې او ټپیانو کښې کموالی راغلی. حکومت ژمن دی تر څو په دې برخه کې د لازمي ستراتیژیو لا پیاوړي کولو او پلي کولو ته دوام ورکړي.
3905431

captcha