د مصر له الیوم السابع خبري آژانس څخه په نقل، دا قرآن په ۱۲۵۹ هجري کال کښې د عثماني عصر مورخ سید علي النوري په لاس لیکلۍ شوی او دا قرآن د مصر په الغردقة ښار په موزه کښې له نادرو نسخو څخه شمیرلې کیږي.
د دې قران لومړی مخ په رنګارنګ او ګلانو نقشونو سره لیکل شوی دی او د فاتحه سورت لري او په دویمه پاڼه یې د بقره سورې پيل دی.
د مصر د لرغوني آثار او سیل وزیر خالد عناني، خبر ورکړ چې د مصر د الغردقة لرغونې او تاریخي آثار تقریبا ۲۰۰۰ تاریخي نادره څیزونه لري، د مصر لومړۍ موزه ده چې د کرونا خپریدو وروستو خلکو لپاره کولو شوې او هڅه کوي چې سیل کونکو او کتونکو لپاره ټول ضروري اقدامات ترسره کړي.
3905614