له یورو نیوز څخه په نقل، دا پیښه د زیارت په ورځ تقریبا ۱۱ بجې د افغانستان په شمال شرق کښې د تخار ولایت په اشکمش ښار کښې رامینځته شوې ده.
د دې چاودنې سبب تراوسه څرګند شوې نه دی. خو د تخار ولایت د والي ویندوي جواد هجري د دې چاودنې سبب په مدرسه کښې دننه د چاودونکې موادو جوړول ګڼي. ځینې سرچینې د دې چاودنې دلیل د توغندي بارودي سر اعلان کړې دې.
د تخار د پولیس د قوماندان ویندوي خلیل اسیر خبر ورکړ چې د دیني مدرسې طالبانو په مدرسه کښې دننه د توغندي بارودي برخه ایښودلې وه او د لومړي څیړنو پر اساس دا چاودنه د توغندي له امله شوې چې د مدرسې دننه چاودلي.
دا چاودنه په داسې حال کښې شوې چې د میلادي کال په روانه میاشته کښې د کابل ښار په دوه جوماتونو کښې بریدونه شوې و.
په افغانستان کښې بریدونه په داسې حال کښې روان دي چې طالبانو او حکومت د یوې لوې مودې وروستو د سولې د خبرو اترو لپاره تیار شوې چې په دغه هیواد کښې نښته تر پایې ورسیږي.
3905542