محمد حسن جعفري نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل ایران ته د افغانستان د حکومت د لوړرتبه پلاوي سفر د تاریخي او د پیاوړي اړیکو د پیاوړتیا او د ناوړه تفاهمونو د لیري کولو په لړ کښې یو(۱) مهم ګام دی .
د افغانستان د رفاه ملي ګوند مشر محمد حسن جعفري د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا تفرقه اچونکو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل د ایران او د افغانستان اړیکې پیاوړي او د خرابیدا وړ نه دي او د امریکا لاسوهنې دغه اړیکې نشي خرابولی .
هغه جوته کړه د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ د کابل د حکومت پلاوی تهران ته په سفر کښې د ایران او د افغانستان ترمینځ د ملګرتیا په ترټولو مهم سند غور کوي او د دغه سند په نهايي کیدا سره د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکې څخه زیاتې ښې کیدلی او پیاوړي کیدلی شي .
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان د حکومت لوړرتبه پلاوی پرون تهران ته راغلی او له خارجه وزیر جواد ظریف او د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر علي شمخاني سره یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې .