د کورونا د مخنیوي لپاره د تدبیرونو په رعایت سره او له درې میاشتو وروستو پرون لومړي ځل لپاره د مکې مکرمې په جومات کښې د سهار لمونځ ترسره شو.
په مکه مکرمه کښې لمونځ کونکو د ټولنیزه او د لمونځ کونکو د صفونو ترمینځه فاصلې په ساتلو سره په دغه جومات کښې د سهار لمونځ ترسره کړ، همداشان په جومات کښې د لمونځ کونکو د سلامتۍ لپاره د یو ځل مصرف کولو مصلې هم غوړېدلې وې.
د مکې مکرمې د دعوت او ارشاد او د ټولو جوماتونو ادارې په دې اړه خبر ورکړ: د مکې مکرمې ټول جوماتونه چې تقریبا ۱۵۶۰ جوماتونه دي، له نن سهار د لمانځه لپاره پرانیستل شول او د درې میاشتو بندیز وروستو په دغه جوماتونو کښې لمونځ ترسره کېږي.
3905938