IQNA

ننګرهار کښې د داعش ډلې دوه مشران نیول شوي

9:57 - June 24, 2020
د خبر لمبر: 3483300
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ننګرهار د والي دفتر د داعش ترهګرې ډلې د دوو (۲) سرغنو د نیول کیدا خبر ورکړ .

د ننګرهار د والي دفتر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د داعش د تکفیري ترهګرې ډلې دغه دوه (۲) مشران نعمت الله او سید الرحمان پرون په بهسودو ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې نیول شوي دي .

له تیرو دریو (۳) میاشتو راهسې تراوسه د عبدالله اورکزي چې په اسلم فاروقي مشهور دی په شمول د داعش د ترهګرې ډلې په لسګونو مهم مشران د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیچلیو عملیاتو کښې نیول شوي دي .

داعش ترهګرې ډلې د امریکا او سعودي عربستان وغیره په ملاتړ سره په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې زیات جنایتونه کړي دي چې د زرګونو خلکو د مړینې او د وژلې سبب شوي دي .

تهران راډیو

captcha