د پاکستان د بشري حقوقو وزیره شیرین مزاري د اسلام اباد او بیجینګ تر مینځ په ګډو اقتصادي هڅو کې د واشنګټن د لاس وهنو او د پاکستان د نوې بودیجې په اړه د امریکا د ادعاو په غندلو سره وویل: د امریکا لاس وهونکي سیاستونه به له ماتي سره مخ شي.
د پاکستان د بشري حقوقو وزیره زیاته کړه: نړیوال نظم تغییر مونډلئ او هغه کسان (آمریکا) چي په نورو هیوادونو کې د اغېزمنتیا په لټه کې دي لومړی دي نوی نړیوال خوځښت درک کړي.
د پاکستان خارجه وزیر هم تېره ورځ د یوې بیانيې په صادرولو سره د ټروریزم په اړه د امریکا د خارجه وزارت د نوی راپور په غندلو سره د واشنګټن څخه یې وغوښته چي د ټروریزم د نړیوال ګواښ په اړه سمه لیدلورۍ خپله کړي.