IQNA

په مسجد الاقصی کښې د ۲۰ زرو فلسطینیانو په شتون کښې د جمعې لمونځ

16:43 - June 27, 2020
د خبر لمبر: 3483307
تهران (ایکنا) - له ۲۰ زرو څخه زیات لمونځ کونکو د روغتیا شرایطو په رعایت کولو سره په مسجد الاقصی کښې د جمعې لمونځ ترسره کړ.

له عرب نیوز څخه په نقل، د په بیت المقدس کښې د اردن د اوقافو ادارې مشر او خطیب شیخ عزام وویل چې د فلسطین په نورو ښارونو او بیت المقدس کښې په کورونا د ککړو کسانو د شمیر د زیاتوالي په دلیل ډیره سختي به کېږي.
دوي عرب نیوز ته وویل: مونږ د دې لپاره چې لمونځ کونکي خپل ځانګړې جانماز او ماسکونه راوړي ډیرې زیاتې بیانیي، فلمونه، اطلاعیې په بیت المقدس او نورو ښارونو کښې خپرې کړې دي.
خطبیب همداشان وویل: د روغتیا وزارت همداشان وویل: په بیت المقدس کښې په کورونا د ۷۲ کسانو د ککړیدو په هکله د روغتیا د وزارت اعلامیه د ډیرې اندیښنې وړ وه، مونږ د زیاتو کسانو د ککړیدو په اړه اندیښنه لرو خو زمونږ ډیر مراسم لکه ودونه، عمومي ټولنې او دارنګه نور اجتماعات بې له کورنایي پاملرونو ترسره کوو.

3907038

captcha