د انټرنیټي غونډو په دوام کښې نن به د «د مذهبونو او دینونو په خبرو اترو کښې رضوي سیره» تر عنوان لاندې غونډه د جامعة المصطفي العالمیه په مرسته ترسره شي.
په دې غونډه کښې به آیت الله طبسي په عربي ژبه کښې د تهران په وخت د ماښام شپږ بجې وینا کوي او حجت الاسلام نصرت بخاري به هم د تهران په وخت د شپې ۱۰ بجې په اردو ژبه کښې خپله وینا وړاندې کوي.