دا مراسم له ۷۰ کالو وروستو د لومړي ځل لپاره په صوفیه کښې ترسره شو او په صوفیه کښې د ترکيي د سفارت د ټولنیزه مرستیال محمد ګنج او د بلغارستان د نورو چارواکو او مسؤلانو په شتون کښې ترسره شو.
په دې مراسمو کښې ۱۷ کسان د صوفیه دارالافتاء سره تړلې د قرآن کریم د حفظ مرکز محصلان و چې د قرآن حفظ یې ختم کړی دی او د دعا او شعر لوستل له نورو محصلانو لخوا ترسره شو.
د صوفیه سیمې مفتي مصطفی ازبیشتالي له آناتولي سره په خبرو اترو کښې د دارنګه مراسمو پس له ۷۰ کالو ترسره کیدو د خوشحالي په څرګندوني سره وویل: د صوفیه دارالافتاء قرآن حفظ مرکز، چې په اوس حال کښې د قرآن کریم ۱۷ حافظان یې فارغ التحصیل شويو نه کاله مخکې جوړ شوې دی.
3907501