IQNA

د مالیزیي چاورکي: په انګړ کښې د جمعې د لمونځ اجازت شته دی

9:26 - July 04, 2020
د خبر لمبر: 3483345
په مذهبي چارو کښې د مالیزیي د لومړي وزیر د دفتر وزیر ذوالکیفلي محمد البکري، خبر ورکړ چې د دغه هیواد د جوماتونو په انګړو کښې د جمعې لمونځ ترسره کولو لپاره هیڅ محدودیت شتون نه لري.

د ذوالکیفلي محمد د بیانیي پر اساس، په جوماتونو او سوماترا او د مالایي جزیرې د ځینو سیمو په اسلامي عمارتونو کښې چې د مذهبي عمل او عبادت لپاره کارل کېږي، که د ملي امنیت شورا او روغتیا وزارت لارښونې تعقیب شي نو د جمعې د لمونځ کولو اجازت لري.
هغه وویل: ټول فعالیتونه، مذهبي تقریرونه، لمونځ او د قرآن کریم د قرائت کلاسونه هم ممکنه ده د دې اونۍ په پیل سره بیا ترسره شي.
د کوویډ ۱۹ سره مقابلې لپاره د روغتیا لارښونو ته پام کولو باندې د څارنې مشري د جوماتونو او سورا کمیټۍ په غاړه لري.
3908348

captcha