IQNA

د سعودي عرب په ورځپاڼه کښې د عراق د ديني مرجعیت سپکاوۍ

9:38 - July 04, 2020
د خبر لمبر: 3483346
تهران (ایکنا) - د سعودي عرب الشرق الاوسط یوې ورځپاڼې د شیعیانو د دیني مرجعیت،حضرت آیت الله سید علي سیستاني په اړه د سپکاوۍ یو کارټون خپور کړی دی.

له العالم څخه په نقل، دا لومړې ځل نه دی چې د سعودي عرب رسنیو په بشپړه غرور سره، د عراق د دیني او ملي سمبولونو سپکاوۍ کوي، څه موده مخکې هم د سعودي عرب یوې رسنۍ شهید قوماندان ابومهدي المهندس ترهګر بللی و.
اسلامي غورځنګ نجباء د عراق او د دغه هیواد د سمبولونو د سعودیانو لخوا د سپکاوي په اړه د عراق په پارلمان کښې له حکومت څخه د پرېکنده دریځ غوښتنه کړې ده.
3908393

captcha