IQNA

د حج لپاره نوم لیکنه پیل شوه

11:42 - July 07, 2020
د خبر لمبر: 3483357
تهران (ایکنا) - په سعودي عربستان کښې د استوګنو بهرنیانو لپاره حج ته د تګ په موخه په محدوده توګه نوم لیکنه پیل شوې ده.

سعودي عربستان پرون له هغو بهرنیو ښاریزو د سږ کال د حج لپاره نوم لیکنه پیل کړه چې په دغه هیواد کښې هستوګن دي او د اقامت مدارک لري او هم داشان یې وویل چې دغه کسان به د حاجیانو اویا فیصده وي.

یاده دې وي چې سعودي عربستان د کرونا وایرس د خپریدو په وجه د روان کال په حج کښې د ګډونوالو شمیر ډیر کم کړی دی.

سعودي حکومت ویلي چې په عربستان کښې له اوسیدونکو بهرنیو ښاریزو څخه به یوازې زرو کسانو ته د روان کال په حج کښې د ګډون اجازه ورکړي. دا په داسې حال کښې دي چې په تیرو کلونو کښې د حاجیانو شمیر له دوه نیمو میلیونو زیات و.

له نورو هیوادونو د حاجیانو په ورتګ باندې د بندیز فیصله د دغه هیواد په اوسمهاله تاریخ کښې وړومبنۍ پیښه ده چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د نارضایتۍ سبب شوې ده.

په سعودي عربستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر له دوو لکو اوښتې او هم داشان کابو دوه زره کسانو هم سرونه بایللي دي.

تهران راډیو

captcha