IQNA

د اسماعیل هنیه د فلسطین د حالاتو په اړه سید حسن نصر الله ته لیک

12:39 - July 07, 2020
د خبر لمبر: 3483360
تهران (ایکنا) - په لبنان کښې د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ استازي، د فلسطین د حالاتو په اړه د اسماعیل هنیه لیک په لبنان کښې د حزب الله د مشر استازي ته ورکړ.

په لبنان کښې د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ استازی احمد عبدالهادي، د حماس د دفتر د مشر لیک په لبنان کښې د حزب الله د مشر په فلسطیني چارو کښې استازي ته ورکړ.
دا لیک د قرن معاملې او د کرانه باختر د الحاق په اړه د صهیونیسټي رژیم د ارادې په دی او اسماعیل هنیه په دغه کښې، د فلسطین او سیمې په قضیه کښې د اسرائیلو او امریکایانو لخوا د دې طرحې له اعلان څخه وروستو موجود خطرو ته اشاره شوې او د دې خطرونو د حل لپاره د یووالي او هڅو غوښتنه یې کړې ده.
د حماس غړې همداشان په لبنان کښې د فلسطینې کډوالو په اړه وویل چې دوي په لبنان کښې سخت اقتصادي ستونزې لري او غوښتنه یې وکړه چې په لبنان کښې میشت فلسطینیانو انساني او مدني حقوق دې په رسمیت سره وپیژندلې شي. هغه له آنروا وغښتل چې په خپله دنده عمل وکړي او له کډوالو سره د مرستې طرحه دې زرترزره اجرا کړي.
حسن حب الله هم په دې کتنه کښې د لبنان د حزب الله له فلسطیني خلکو او د صهیونیسټي رژیم د توطئو په مقابل کښې د دوي د مقاومت په ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل: د فلسطین د خلکو د مقاومت له کبله، دغه توطئې به هیڅ کله ترسره نشي، هغه همداشان خبر ورکړ چې حزب الله په لبنان کښې د فلسطیني کډوالو د ستونزو کمولو لپاره به هڅې کوي.
3909076

captcha